د شهیدانود سالار حضرت امام حسین ع زوکړه دې په ټولو مبارک وي:
نن دداسې ستر شخصیت دزوکړې کلیزې ده چې ښکلا او مینې ته یې معنا ورکړه .
هغه یو ښکلی روح ، دنفس کرامت ، ژور معرفت ، او په نهایت کښې دیوه کامل انسان دژوند ورایښت لري .
نن دحضرت امام حسین علیه السلام دزوکړې ورځ ده .
حضرت امام حسین علیه السلام په ښه کړچار او لوړو صفتونو سره د یوه انسان ښکاره بیلګه دی .
حضرت امام حسین علیه السلام داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد لمسی او دحضرت علي علیه السلام او دحضرت فاطمه الزهرا س زوی وو او دوحي په کور او داهل بیت علیه السلام دمکتب په معنوي فضا کښې یې وده وکړه .
دغه ځانګړتیاوې دانسان لپاره نامتو امتیاز ګڼل کیږي .
په عین حال کښې حضرت امام حسین علیه السلام په دغو برتریو بسنه ونکړه .
حضرت امام حسین علیه السلام له ماشومتوب څخه زده کړه او هڅه تجربه کړه او دخپل عقلمند پلار په تدبیر سره ډیر پوه او بیلګه شو .
حضرت امام حسین علیه السلام دخپل پلار دغه خبره یادوي چې دسړي ښکلا دهغه عقل او تفکر دی .» او حضرت امام حسین علیه السلام په دغه لاره کښې په حرکت سره دعزت او سرلوړې ترټولو لوړه درجه ترلاسه کړه .
د شهیدانو د سالار د زوکړې دمبارکې کلیزې په مناسبت ټولو آزادي غواړو ته یو ځل بیا مبارکي وايو.
اخري اوسمهال شوی ( خالي ، 23 جون 2012 ، 16:47 )
برچسب: شهیدانود,
نویسنده: متین شریعتی