خرید بک لینک

دایران ولسمشر حسن روحانی وویل ترهګرۍ سیمې ته ستر ګواښ ورپیښ کړی او امنیت همدا اوس ترټولو مهمه موضوع ده .

هغه وویل دسیمې ټول هیوادونه باید له یوبل سره ملګرتیا وکړی چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړی او ټروریزم له مینځه یوسی .

دایران ولسمشر حسن روحانی وویل پاکستان او ایران په ستراتژیک ډول د یوبل لپاره اهمیت لری او ټینګار یې وکړ تهران اراده لری چې د ساینس ، ټیکنالوژۍ ، کلتور او د انرژۍ په برخه کښې له پاکستان سره اړیکې پراخې کړی .

دپاکستان دمشرانو جرګې مشر رضا ربانی چې د ایران دولسمشر حسن روحانی دلوړې په دستورو کښې دګډون لپاره د مشرانو جرګې دیوه(۱) پلاوی په مشرۍ تهران ته راغلی دی وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې د مذهبی ، تاریخی او د کلتوری ګډولو پراساس ولاړې دی او پاکستان به له ایران سره داړیکو دپیاوړی کولو لپاره له هیڅ هڅې ډډه ونکړی .

رضا ربانی وویل ایران او پاکستان د سیمې او دنړۍ دمسایلو په اړه ګډ دریځ لری او د انرژۍ ، امنیت ، اقتصاد ، پارلمان او دغه راز له ترهګرۍ سره دجنګ په زمینه کښې یې د ملګرتیا د پراخولو پرضرورت تینګار وکړ .

دپاکستان دمشرانو جرګې مشر رضا ربانی دکشمیر په هکله د ایران داسلامی جمهوریت د اصولی دریځ مننه هم وکړه .

لیکونکېجامعه روحانيت خیبر پښتونخوا در سه شنبه ۱۳۹۶/۰۵/۱۷ وخت 12:56 | ثابت لینکونه |

برچسب: پاکستان, نویسنده: متین شریعتی تاريخ: سه شنبه 9 آبان 1396 ساعت: 11:26

صفحه بندی